لويه څارنوالي وايي، د فوټبال د افغان ښځينه لوبغاړو د جنسي ځورونو د ادعاوو په اړه يې څېړنې روانې دي او پايلې به يې ژر له خلكو سره شريكې شي.
د دې ادارې وياند جمشېد رسولي نن په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل، تراوسه د قضيې څېړونكي پلاوي كره اسناد نه دي ترلاسه كړي.
د لويې څارنوالۍ د وياند په وينا، د فوټبال د افغان ښځينه لوبغاړو د جنسي ځورونو د تورونو څېړلو لپاره يې د فوټبال له نړيوال فدراسيون يا فيفا څخه هم د همكارۍ غوښتنه كړې ده.
بايد وويل شي، چې لويې څارنوالۍ تېره اونۍ د افغانستان د فوټبال فدراسيون د رئيس کرام الدين کريم په ګډون د دغه فدراسيون د پنځو کارکوونکو دندې وځنډولې.