ځايي چارواكي وايي، د بلخ په دولت اباد ولسوالۍ کې د وسله والې نښتې له كبله د ولسي پاڅون كوونكو د يوه قوماندان په ګډون اووه تنه وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
د دولت اباد ولسوال محمد يوسف كليد ته وويل، د جمعې په ورځ له غرمې وروسته په شينګل اباد افغانيه كلي كې لومړى يوه نامعلوم كس پر لمونځ كوونكو ډزې وكړې او وروسته وسله واله نښته رامنځته شوه.
د هغه په وينا، په وژل شوو كسانو كې د ولسي پاڅون كوونكو قوماندان اختر محمد هم شامل دى.
امنيتي مسوولين وايي، د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
د بريد مسووليت تر دې دمه كومې وسله والې ډلې نه دى منلى.
د يادونې وړ ده، چې اختر محمد د وسله والو طالبانو پخوانى همكار و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ