د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، سږ كال په فراه، هرات او بادغيس ولايتونو كې د الووېرا بوټي توليد څه باندې ۱۶۵۰ ټنه ته رسېدلى دى.
د دغه وزارت وياند اكبر رستمي كليد ته وويل، په تېرو دوو كلونو كې د الووېرا بوټي كرل په يادو ولايتونو كې دود شوي دي.
د نوموړي په خبره، شاوخوا يوه مياشت وړاندې د بادغيس او فراه ولايتونو د بزګرانو لپاره د الووېرا بوټي د ۷۵ لويو شنو خونو د جوړولو قرارداد لاسليك شو.
رستمي زياته كړه، د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت هڅه كوي د هغو ګټورو بوټو كرل دود كړي، چې لږو اوبو ته اړتيا لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ