ارګ په واضحه توګه د هغه كس د برخليك په اړه معلومات نه وركوي، چې تېره ورځ يې په هرات كې د جمهور رئيس محمد اشرف غني د وينا په مهال غوغا جوړه كړه.
كه څه هم په ټولنيزو رسنيو كې خپره شوې ويډيو ښيي، چې د جمهور رئيس ساتونكي دا كس د خپلو موټرونو لور ته كشوي، خو د جمهور رئيس مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي د هغه د وهلو ډبولو ادعاوې ردوي.
دى وايي، ياد كس د جمهور رئيس په امر په موټر كې كېنول شوى او شكايت يې اورېدل شوى دى.
د ارګ د معلوماتو له مخې، دغه كس د پكتيا اصلي اوسېدونكى دى او غوښتل يې د خپلې ځمكې د غصب موضوع له جمهور رئيس سره شريكه كړي، خو د جمهور رئيس د تشريفاتو قطعې له مخنيوي سره مخ شو.
د هرات چارواكي هم د ده د برخليك په اړه معلومات نه لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ