په بادغيس كې د يوه مشهور قوماندان په ګډون ۱۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ په خبرپاڼه كې راغلي، طالبان تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې په ابكمري ولسوالۍ كې له سيمه ييزو پوليسو سره ونښتل، چې د جګړې په پايله كې درې طالبان ووژل شول، درې تنه نور ټپيان دي او دوه تنه يې ونيول شول.
سرچينه وايي، امنيتي ځواكونو تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د مركز قلعه نو په باغبانان سيمه كې د مشهور طالب قوماندان خدابخش په ګډون دوه وسله وال مخالفين وژلي او پنځه تنه نور يې ټپيان كړي دي.
سرچينه زياتوي، په دغو جګړو كې امنيتي سرتېرو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ