امریکا پاکستان د هغه هېوادونو په لسټ کې شامل کړی چې د مذهب له ازادۍ سرغړونه کوي.
امریکا تېر کال پاکستان د مذهب له ازادۍ د سرغړونکو له کبله په څار لسټ کې اچولی و او اوس یې پاکستان د سرغړونکو په لسټ کې شامل کړ.
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې ښاغلي مایک پمپیو د مذهب د ازادۍ د نړیوال قانون په اساس د پاکستان په ګډون، سعودي عربستان، ایران، چین، شمالي کوریا، برما، اریټیریا، سوډان، تاجکستان او ترکمنستان په تور لېسټ کې شامل کړي دي.
امریکا په دې اعلامیه کې لیکلي چې په پاکستان کې د مذهبي اقلیتونو د حقونو د خوندي کولو لپاره یې دغه اقدام کړی چې په پاکستان فشار واچول شي.
د بهرنيو چارو وزارت وایي، په نړیواله کچه د مذهب ازادي د جمهور ريیس ټرمپ د ادارې لمړیتوب دی.
پمپیو ویلي چې د نړیوالې سولې او ثبات لپاره د مذهب ازادي خورا اړينه ده او امریکا له بېلا بېلو هېوادونو او ټولنو سره په گډه د مذهب د ازادۍ د خوندیتوب لپاره کار کوي.
اوس پاکستان اړ دی چې په دې تړاو خپل قوانين اصلاح کړي او که داسې ونه کړي له جريمې سره مخ کېدای شي.