په غور كې د يوه جومات ملا امام د خپلې ښځې سر غوڅ كړى دى.
د دې ولايت امنيه قوماندان شاه اغا شتاب كليد ته وويل، دغه ملا امام په پوزه ليچ سيمه كې تېره شپه د نامعلوم علت له كبله خپله ښځه وژلې او له سيمې تښتېدلى دى.
د نوموړي په خبره، د پېښې په اړه د پوليسو څېړنې روانې دي او د قاتل د نيولو هڅه كوي.
دا په داسې حال كې ده، چې په غور كې كله ناكله ښځې د وسله والو طالبانو د صحرايي محكمې پر بنسټ او يا هم د خپلوانو له لوري وژل كېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ