د بلخ په چهاربولك ولسوالۍ كې د افغان او بهرنيو ځواكونو په ګډو عملياتو كې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، افغان كومانډو ځواكونو د غوڅ ملاتړ ماموريت د ځواكونو په همكارۍ په يادې ولسوالۍ كې هدفمند ګډ عمليات ترسره كړل.
د هغه په خبره، په دغو عملياتو كې پنځه طالبان ووژل او دوه عرادې نقليه وسايط يې تخريب شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ