ads

پر قادس ولسوالۍ د طالبانو درېيم بريد هم په شا تمبول شوى

د بادغيس امنيتي مسوولين وايي، د دغه ولايت پر قادس ولسوالۍ د وسله والو طالبانو بريد د امنيتي ځواكونو له لوري د ځايي خلكو په همكارۍ په شا وتمبول شو.
د بادغيس امنيه قوماندان احمد فهيم قايم وويل، ۹۰۰ طالبانو پرون غرمه د قادس ولسوالۍ د نيولو په هدف د دې ولسوالۍ پر مركز بريد وكړ، خو د سيمې اوسېدونكو د امنيتي ځواكونو په ملاتړ وسلې پورته كړې او طالبان يې په شا وتمبول.

نویسنده: mayar
17 لیندۍ 1397

د هغه په وينا، په جګړه كې ۱۲ طالبان وژل شوي او ۲۴ تنه نور ټپيان دي.
قايم زياته كړه، په نښته كې يو پوليس او اووه ځايي اوسېدونكي هم ټپيان شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې طالبانو پرله پسې درې ځلې د بادغيس پر قادس ولسوالۍ بريد وكړ، خو په يوه كې هم بريالي نه شول.
وسله والو طالبانو تراوسه د خپل تازه بريد په اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA