په فرانسه کې له زده کوونکو سره د ناوړه چلند د ويډيو خپرېدو غبرګونونه را پارولي

په فرانسه کې له لاريون کوونکو زده کوونکو سره د پوليسو د ناوړه چلند د ويډيو خپرېدو د يو شمېر معترضو ډلو غوسه را پارولې ده.
په هغه ويډيو کې، چې يو شمېر سياستوالو هم غندلې، ليدل کېږي، چې زده‌ کوونکي د پوليسو له لوري کېنول شوي او بيا ورته په تونده لهجه امر کېږي.