د ملي دفاع وزارت د هرات په شينډنډ ولسوالۍ كې د ملي اردو پر يوې قرارګاه د وسله والو طالبانو په بريد كې د شاوخوا ۱۰ امنيتي سرتېرو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.
د دې وزارت وياند غفور احمد جاوېد كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه په هرات كې د ملي اردو پر يوه بېس بريد كړى او په جګړه كې دواړو لورو ته تلفات اوښتي دي.
د هغه په وينا، په نښته كې د ملي اردو شاوخوا ۱۰ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د طالبانو د تلفاتو په اړه يې كره معلومات نه لرل.
بلخوا د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وايي، جګړه د شينډنډ ولسوالۍ په چشمه سيمه كې شوې ده.
دى هم دواړو لورو ته د مرګ ژوبلې اوښتل تاييدوي، خو په تړاو يې كره معلومات نه وركوي.
ځينې سرچينې بيا په نښته كې د ملي اردو د ۳۰ سرتېرو د وژل كېدو خبره كوي، خو د ملي دفاع وزارت يې نه مني.
بل پلو طالب وياند قاري يوسف احمدي د يادې قرارګاه او ۲۰ افغان سرتېرو د نيولو ادعا كړې ده.