اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، د ملي يووالي حكومت په افغانستان كې د چينايي پانګه والو د پانګونې هر ډول ملاتړ او ورته د زمينې برابرولو ته چمتو دى.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ په سپېدار ماڼۍ كې د بازار د تنظيم په چارو کې د چين د دولت له وزير ژنګ ماو سره د ليدنې په مهال وكړې.
د اجرائيه رياست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه كې د عبدالله له قوله راغلي، چين دې له افغانستان سره د سوداګرۍ له نړيوال سازمان نه د ښې استفادې په برخه كې خپلې تجربې شريکې کړي.
بل پلو د بازار د تنظيم په چارو کې د چين د دولت وزير ژنګ ماو وويل، هېواد يې د افغانستان د تلپاتې پراختيا، په دغه هېواد كې د پانګونې او اقتصادي او سوداګريزو هڅو ملاتړ او په دې برخو كې همكاري كوي.
هغه زياته كړه، دوى په افغانستان کې د چينايي پانګه والو د پانګونې ملاتړ او کوښښ كوي، چې نور پانګه وال هم هلته پانګونې ته وهڅوي.
په ليدنه كې دواړه لوري د كابل او بيجينګ ترمنځ پر سوداګريزو او اقتصادي اړيکو وغږېدل او د همکاريو پر دوام يې ټينګار وکړ.