ads

په مزار شريف ښار كې دوه کسان ووژل شول

نامعلومو وسله والو د بلخ د مركز مزار شريف ښار په جنوب كې دوه كسان وژلي دي.

نویسنده: mayar
13 لیندۍ 1397
په مزار شريف ښار كې دوه کسان ووژل شول

نامعلومو وسله والو د بلخ د مركز مزار شريف ښار په جنوب كې دوه كسان وژلي دي.
د والي وياند منير احمد فرهاد كليد ته وويل، د خالد بن وليد پارك د دوو ځوانو كاركوونكو جسدونه د دوشنبې په ورځ دغه پارك ته نېږدې وموندل شول.
نوموړي زياته كړه، تراوسه د پېښې علت او انګېزه معلومه نه ده او په تړاو يې څېړنې روانې دي.
په دې وروستيو كې په بلخ كې مرموزې وژنې زياتې شوي، چې له كبله يې د دغه ولايت اوسېدونكي اندېښمن دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA