ads

طالبانو د هلمند لپاره د خپل نومول شوي والي وژل کېدل تاييد کړل

طالبانو د هلمند لپاره د خپل نومول شوي والي ملا عبدالمنان وژل كېدل تاييد كړل.

نویسنده: ISMAT MAYAR
12 لیندۍ 1397
طالبانو د هلمند لپاره د خپل نومول شوي والي وژل کېدل تاييد کړل

طالبانو د هلمند لپاره د خپل نومول شوي والي ملا عبدالمنان وژل كېدل تاييد كړل.
دې ډلې په يوه خبرپاڼه كې ويلي، ملا منان، چې د طالبانو نظامي مسوول هم و، د شنبې په ماښام په هلمند كې د امريكايي ځواكونو په هوايي بريد كې ووژل شو.
بل پلو د هلمند والي محمد ياسين خان وايي، د دغه ولايت لپاره د طالبانو نومول شوى والي د نوزاد ولسوالۍ په برنوزاد سيمه کې له دوو ويندويانو حافظ رشيد او جاوېد او يو شمېرو نورو کسانو سره د هوايي بريد په ترڅ کې وژل شوى دى.
نوموړى زياتوي، ملا منان لومړی ټپي شوی و، خو وړمه شپه يې ساه وركړه او پرون سهار خاورو ته وسپارل شو.
ملا منان د نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکى او له تېرو اتو كلونو راهيسې د هلمند لپاره د طالبانو نومول شوى والي و، چې په دې وروستيو كې يې د طالبانو د لوى درستيز د مرستيال او د جنوبي ولايتونو لپاره د دې ډلې د پوځي مسوول په توګه هم دندې ترسره كولې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA