ads

راتلونكې مياشت په هېواد كې د امنيتي ځواكونو ژمني عمليات پيلېږي

د كورنيو چارو وزارت په راتلونكې مرغومي مياشت كې د ژمنيو عملياتو د پيلېدو خبر وركوي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
12 لیندۍ 1397
راتلونكې مياشت په هېواد كې د امنيتي ځواكونو ژمني عمليات پيلېږي

د كورنيو چارو وزارت په راتلونكې مرغومي مياشت كې د ژمنيو عملياتو د پيلېدو خبر وركوي.
د دغه وزارت وياند نجيب دانش نن په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل، د كورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونو او د ملي امنيت د عمومي رياست يو ګډ پلاوى اوس مهال د ولايتونو د امنيتي حالت پر ارزونې بوخت دى.
نوموړي زياته كړه، د ياد پلاوي د ارزونې تر بشپړېدو وروسته به امنيتي ځواكونه د بغلان، تخار، غزني، فارياب او يو شمېر نورو ولايتونو په ګډون په هغو سيمو كې ژمني عمليات پيل كړي، چې سږ كال يې زياتې امنيتي ستونزې لرلې.
د دانش په خبره، په دغو عملياتو كې به ګڼ شمېر سيمې د دولت د وسله والو مخالفينو له شتونه پاكې او تصفيه شي.
دا په داسې حال كې ده، چې په دې وروستيو كې د سولې په اړه د بحثونو له تودېدو سره د هېواد په بېلابېلو سيمو كې جګړو او د دواړو ښكېلو لورو بريدونو زور اخيستى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA