ads

د هوايي دهلېز له لارې تراوسه له افغانستانه چين ته ۵۰۰ ټنه جلغوزي صادر شوي

د هوايي دهلېز له لارې تراوسه له افغانستانه چين ته ۵۰۰ ټنه جلغوزي صادر شوي او تر راتلونکې يوې مياشتې به دا کچه د ۴۰ ميليون ډالرو په ارزښت زرو ټنو ته ورسېږي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
12 لیندۍ 1397
د هوايي دهلېز له لارې تراوسه له افغانستانه چين ته ۵۰۰ ټنه جلغوزي صادر شوي

د هوايي دهلېز له لارې تراوسه له افغانستانه چين ته ۵۰۰ ټنه جلغوزي صادر شوي او تر راتلونکې يوې مياشتې به دا کچه د ۴۰ ميليون ډالرو په ارزښت زرو ټنو ته ورسېږي.
دغه څرګندونې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت تېره ورځ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره کړې دي.
په خبرپاڼه كې راغلي، د روان لمريز كال د لړم مياشتې په ۱۵مه نېټه جمهور رئيس محمد اشرف غني د افغانستان د جلغوزيو او نورو محصولاتو د صادرولو په هدف له چين سره هوايي دهلېز پرانيست، چې دا نوښت د جلغوزيو د صادراتو کچې د زياتېدو سبب شو.
جمهور رئيس غني د دې دهلېز په پرانيستغونډه كې دا يوه تاريخي ورځ وبلله او ويې ويل، د لړم مياشتې ۱۵مه نېټه به هر كال د جلغوزيو د ملي ورځې په توګه ونمانځل شي.
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت په وينا، د جلغوزيو د قاچاق تر مخنيوي وروسته نورو هېوادونو ته د افغانستان په نوم د خپل دې محصول صادرات زيات شوي دي.
افغانستان تر دې دمه پر چين سربېره له هند، ترکيې، سعودي عربستان او يو شمېر نورو هېوادونو سره هم هوايي دهلېزونه پرانيستي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA