په دايكندي كې د بادامو سږني حاصلات د تېر كال په پرتله څه باندې ۵۰ فيصده كم شوي دي.
د دې ولايت د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئيس سيد عبدالوهاب فېروزي كليد ته وويل، د دايكندي باغ لرونكو تېر كال شاوخوا ۲۵ زره مټريك ټنه بادام ترلاسه كړي وو، خو سږ كال د هوا د سوړوالي او وچكالۍ له كبله هلته د بادامو حاصلات څه باندې ۵۰ فيصده كم شول.
په همدې حال كې د دايكندي باغ لرونكي د بادامو له ټيټې بيې سر ټكوي او وايي، تېر كال اووه كيلو ګرامه بادام په ۱۲۰۰ افغانيو پلورل كېدل، خو سږ كال يې بيه ۴۰۰ افغانيو ته راټيټه شوې ده.
دوى د خپل ولايت د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ له رياسته غواړي، چې د بادامو په ګډون د مېوو اصلاح شوي نيالګي وركړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ