ads

د لومړي ځل لپاره د افغان حکومت د کړنو ستاينه وشوه

جمهوري رياست وايي، د لومړي ځل لپاره د جنيوا په کنفرانس کې د افغانستان د حکومت د کړنو ستاينه وشوه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
11 لیندۍ 1397
د لومړي ځل لپاره د افغان حکومت د کړنو ستاينه وشوه

جمهوري رياست وايي، د لومړي ځل لپاره د جنيوا په کنفرانس کې د افغانستان د حکومت د کړنو ستاينه وشوه.
د جمهور رئيس مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، په ياد كنفرانس كې له فساد سره د مبارزې، اصلاحاتو او بنسټيزو پروژو په برخو کې د افغان حکومت کړنې وستايل شوې.
نوموړي زياته كړه، د جنيوا په كنفرانس كې د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې پر پروسې ټينګار هم وشو.
بل پلو د ماليې وزارت وياند شمروز خان مسجدي دغې خبري غونډې ته وويل، د جنيوا كنفرانس په څنډه کې اروپايي ټولنې د افغانستان له حکومت سره د ۴۷۴ ميليونه يورو مرستې هوکړه لاسليک کړه.
د هغه په وينا، اروپايي ټولنې د بروکسل په غونډه کې د دې پيسو ژمنه کړې وه، خو د دغه هوكړه ليك په لاسليکېدو سره دا مرسته حتمي شوه.
د افغانستان په اړه د جنيوا كنفرانس تېره اونۍ په سويس کې د افغان حکومت او ملګرو ملتونو سازمان په مشرۍ ترسره شو، چې په کې د ۶۲ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او د ۳۵ مرستندويه بنسټونو استازو ګډون درلود.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA