ads

د افغانستان د موی تای ملي لوبډله چين ته لاړه

د افغانستان د موى تاى ملي لوبډله نن په اسيايي سياليو كې د ګډون په هدف، چې په چين كې ترسره كېږي، دغه هېواد ته لاړه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
11 لیندۍ 1397
د افغانستان د موی تای ملي لوبډله چين ته لاړه

د افغانستان د موى تاى ملي لوبډله نن په اسيايي سياليو كې د ګډون په هدف، چې په چين كې ترسره كېږي، دغه هېواد ته لاړه.
دا سيالۍ د روانې ډسمبر مياشتې په څلورمه نېټه پيلېږي.
د افغانستان د ورزش او بدني روزنې د عمومي رياست مطبوعاتي مسوول عارف پيمان وايي، د موى تاى په اسيايي سياليو كې به د افغانستان په استازيتوب د درېيو نجونو په ګډون ۱۱ افغان لوبغاړي ولوبېږي.
د افغانستان د موى تاى ملي لوبډلې تر دې وړاندې هم په اسيايي سياليو كې برخه اخيستې او ښې لاسته راوړنې يې درلودې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA