ads

د فوټبال فدراسيون د افغان ښځينه لوبغاړو د جنسي ځورونې ادعاوې رد كړې

د افغانستان د فوټبال فدراسيون هغه ادعاوې رد كړي، چې ګواكې د دې فدراسيون نارينه غړو د هېواد د فوټبال د ښځينه ملي لوبډلې له ځينو غړو سره جنسي او فزيكي ناوړه چلند كړى دى.
د افغانستان د فوټبال فدراسيون د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د ښځينه لوبغاړو په وړاندې يې د هر ډول ځورونې او ناوړه چلند د مخنيوي ملاتړ کړی او هېڅ ډول بد چلند نه زغمي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
10 لیندۍ 1397
د فوټبال فدراسيون د افغان ښځينه لوبغاړو د جنسي ځورونې ادعاوې رد كړې

د افغانستان د فوټبال فدراسيون هغه ادعاوې رد كړې، چې ګواكې د دې فدراسيون نارينه غړو د هېواد د فوټبال د ښځينه ملي لوبډلې له ځينو غړو سره جنسي او فزيكي ناوړه چلند كړى دى.
د افغانستان د فوټبال فدراسيون د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د ښځينه لوبغاړو په وړاندې يې د هر ډول ځورونې او ناوړه چلند د مخنيوي ملاتړ کړی او هېڅ ډول بد چلند نه زغمي.
سرچينې يادې ادعاوې بې بنسټه بللي او په وينا يې، كه پوره شواهد او معلومات ترلاسه کړي، په اړه به يې د بېړنيو اقداماتو او پلټنو له ترسره کولو ډډه ونه کړي.
دا په داسې حال كې ده، چې گارډين ورځپاڼې د افغانستان د فوټبال د ښځينه ملي لوبډلې د يو شمېر سرچينو له قوله راپور خپور كړى، چې په كې ويل شوي، د دې لوبډلې د لوبغاړو په وړاندې په افغانستان کې دننه او هم د روان ۲۰۱۸م ميلادي په فبروري مياشت كې د اردن د زده کړو په يوه کمپ کې بد چلند شوی دی.
بل پلو د ډنمارک د سپورټي کاليو جوړولو شرکت “هومِل”، چې ياده افغان لوبډله تمويلوي وايي، د دغو تورونو په غبرگون کې د افغانستان د فوټبال له فدراسيون سره خپلې اړيكې پرې كوي.
د فوټبال نړيوال فدراسيون فيفا بيا ويلي، د افغانستان د فوټبال د ښځينه ملي لوبډلې له يو شمېر غړو سره د جنسي او فزيکي تاوتريخوالي ادعاوې څېړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA