د پروان په شينوارو ولسوالۍ کې د ماين چاودنې درېيو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
د دې ولايت امنيه قوماندان محمد محفوظ وليزاده وايي، پېښه پرون له غرمې وروسته هغه مهال رامنځته شوه، چې د ملکي وګړو موټر پر يوه ماين وربرابر شو.
د نوموړي په خبره، په دې پېښه کې يوه ځوانه نجلۍ او يو نارينه وژل شوي او يو ماشوم ټپي دى.
وليزاده زياتوي، دا موټر له اشتر ښار سيمې د شينوارو ولسوالۍ مرکز ته روان و، چې ماين پرې وچاودېد.
د چاودنې مسووليت تراوسه چا نه دى منلى.