د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو وايي، ايران مسلمانان د متحدو ايالتونو او اسراييل په وړاندې يووالي ته هڅوي.
نوموړي دا كار د اندېښنې وړ وباله.
د پمپيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ايران جمهور رئيس حسن روحاني د خپل هېواد د لا منزوي کولو هڅې کوي.
د هغه په خبره، ايران يو ځل بيا د اسراييلو د نابودولو غوښتونکی شو.
پمپيو زياتوي، دا هېواد نه د امريکا او نه د اسراييل دوست دى.
د ايران جمهور رئيس حسن روحاني د شنبې په ورځ د اسلامي يووالي ۳۲م نړيوال کنفرانس ته د وينا په مهال ويلي و، د دوهمې نړيوالې جګړې يوه خورا ناوړه پايله په منځني ختيځ کې د اسراييل په نوم د سرطاني غدې رامنځته کېدل دي او دا د دې لپاره رامنځته شوه، ترڅو لوېديځ په منځني ختيځ يو د باور وړ ګوډاګی ولري او په دغه سيمه کې د لوېديځ ګټې هضم نه کړي.