ads

د پاكستان د تحريك لبيك مذهبي ډلې مشر ونيول شو

د پاکستان پوليسو تېره شپه په لاهور ښار كې د تحريك لبيك په نوم د دغه هېواد د مذهبي ډلې مشر خادم حسين رضوي او د هغه يو شمېر پلويان ونيول.
د راپورونو پر بنسټ، د رضوي تر نيول كېدو وروسته د نوموړي پلويان له پوليسو سره ونښتل، چې په ترڅ كې يې لږ تر لږه پنځه تنه ټپيان شول.

نویسنده: ISMAT MAYAR
3 لیندۍ 1397
د پاكستان د تحريك لبيك مذهبي ډلې مشر ونيول شو

د پاکستان پوليسو تېره شپه په لاهور ښار كې د تحريك لبيك په نوم د دغه هېواد د مذهبي ډلې مشر خادم حسين رضوي او د هغه يو شمېر پلويان ونيول.
د راپورونو پر بنسټ، د رضوي تر نيول كېدو وروسته د نوموړي پلويان له پوليسو سره ونښتل، چې په ترڅ كې يې لږ تر لږه پنځه تنه ټپيان شول.
د هغه په مشرۍ تحريك لبيك مذهبي ډلې څه موده وړاندې د پاکستان د سترې محکمې لخوا ديني مقدساتو ته د سپکاوي په تور د نيول شوې عيسوۍ مېرمنې اسيه بي بي د اعدام حکم د لغوه او خوشې کولو پرېكړې په غبرګون كې پراخ لاريونونه وكړل.
خادم حسين رضوي او پلويانو يې د پاكستان د حكومت له لوري ورته تر ډاډ وركولو وروسته خپل اعتراضونه پاى ته ورسول.
پاكستاني چارواكي وايي، اسيه بي بي ته به تر هغه وخته له هېواده د وتلو اجازه ورنه كړي، ترڅو پورې يې چې پر قضيې له سره غور نه وي شوى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA