ads

په پروان كې اعتراض كوونكو د كابل – مزار شريف لويه لار د څو ساعتونو لپاره وتړله

د پروان يو شمېر اوسېدونكو هلته د ځانګړې قطعې ځواكونو په عملياتو كې د درېيو ملكي وګړو د وژل كېدو په غبرګون كې د كابل – مزار شريف لويه لار د څو ساعتونو لپاره وتړله.

نویسنده: ISMAT MAYAR
2 لیندۍ 1397
په پروان كې اعتراض كوونكو د كابل – مزار شريف لويه لار د څو ساعتونو لپاره وتړله

د پروان يو شمېر اوسېدونكو هلته د ځانګړې قطعې ځواكونو په عملياتو كې د درېيو ملكي وګړو د وژل كېدو په غبرګون كې د كابل – مزار شريف لويه لار د څو ساعتونو لپاره وتړله.
د دې ولايت امنيه قوماندان محمد محفوظ وليزاده كليد ته وويل، دا عمليات تېره شپه د جبل السراج ولسوالۍ په ده بالا كلي كې د وزير په نوم د يوه نامسوول وسله وال سرلاري د نيولو په هدف ترسره شول، خو امنيتي ځواكونو په تېروتنې سره د هغه او ورور پر ځاى يې دوه ملكي وګړي ووژل.
د نوموړي په خبره، اعتراض كوونكو د نن سهار له اتو د غرمې تر دولسو بجو د كابل – مزار شريف لويه لار تړلې وه او د پروان د وكيلانو او قومي مشرانو په منځګړيتوب يې خپل اعتراض پاى ته ورساوه.
بلخوا په پروان كې د امنيتي ځواكونو د همغږۍ مركز قوماندان ډګروال الوزي احمدي رسنيو ته ويلي، د دغه ولايت په جبل السراج ولسوالۍ كې د بهرنيو ځواكونو په هوايي عملياتو كې درې ملكي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
دا په داسې حال كې ده، چې نېږدې يوه اونۍ وړاندې د ميدان وردګ په جلرېز ولسوالۍ کې هم د واده پر مراسمو د بريد له كبله د زوم په ګډون درې ملكي وګړي ووژل او د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه تنه نور ژوبل شول.
د دې ولايت د ولايتي شورا غړو دا د افغان امنيتي ځواكونو كار بللى و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA