ads

د پاكستان په كراچۍ ښار كې د چين پر كونسلګرۍ وسله وال بريد شوى

د پاكستان په كراچۍ ښار كې د چين پر كونسلګرۍ د وسله وال بريد له كبله دوه پوليس وژل شوي او د كونسلګرۍ يو ساتونكى ټپي دى.

نویسنده: ISMAT MAYAR
2 لیندۍ 1397
د پاكستان په كراچۍ ښار كې د چين پر كونسلګرۍ وسله وال بريد شوى

د پاكستان په كراچۍ ښار كې د چين پر كونسلګرۍ د وسله وال بريد له كبله دوه پوليس وژل شوي او د كونسلګرۍ يو ساتونكى ټپي دى.
د دغه ښار پوليس وايي، دا بريد نن سهار وشو او د امنيتي ځواكونو په ډزو درې بريد كوونكي هم ووژل شول.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي خبريالانو ته ويلي، په کراچۍ ښار کې د چين د كونسلګرۍ ټول ۲۱ کار کوونکي خوندي ځای ته لېږدول شوي او کوم زيان نه ‌دی ور رسېدلی.
“د بلوچستان د خپلواکۍ پوځ” په نوم وسله ‌والې ډلې د بريد مسووليت منلى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA