ads

په جنوبي وزيرستان کې د چاودنې له کبله ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

په جنوبي وزيرستان کې د سخت دريځو په يوه پټن‌ځای کې په بمي حمله کې دوه کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
1 لیندۍ 1397
په جنوبي وزيرستان کې د چاودنې له کبله ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

په جنوبي وزيرستان کې د سخت دريځو په يوه پټن‌ځای کې په بمي حمله کې دوه کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
دا چاودنه نن پنجشنبه په انګور اډه سيمه کې وشوه.
د پاکستان امنيتي چارواکو ويلي چې وژل شوي کسان له طالبانو او حقاني شبکې سره تړاو لري.
تر اوسه معلومه نه‌ده چې دا چاودنه ولې او څنګه وشوه؟ امنیتي چارواکو چې نه‌يې غوښتل نوم‌یې څرګند شي، په دې اړه معلومات ورکړي دي.
جنوبي وزيرستان له کلونو راهيسې د پاکستاني سخت دريځو او بهرنیو جګړه‌مارانو پناه ځای دی.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې دا سیمه‌يې د سخت دريځو له حضوره پاکه کړې ده، خو په‌دې سيمه کې تاوتريخوالی اوس هم دوام لري.
اسلام‌اباد او کابل پر یو بل تور پورې کوي چې د دښمن سخت دريځو ته‌يې پټن‌ځایونه ورکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA