ads

طالبانو د دې ډلې له لوري د لنډمهاله حكومت د غوښتنې په تړاو راپورونه رد کړل

اسوشيېټډ پرېس خبري اژانس د دوو طالب سرچينو له قوله، چې د قطر په پايتخت دوحه كې د طالبانو د سياسي دفتر د استازو او د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د تېرې اونۍ د ليدنې له جزياتو خبر دي ليكلي، طالبانو د اوربند د اعلان په اړه د خليلزاد وړانديز رد كړى او د عبدالستار سيرت په مشرۍ د يوه لنډ مهاله حکومت جوړېدل غواړي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
28 لړم 1397
طالبانو د دې ډلې له لوري د لنډمهاله حكومت د غوښتنې په تړاو راپورونه رد کړل

وسله والو طالبانو رسنيو ته د يوه لېږل شوې اعلاميې له لارې هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې دوی د لنډمهاله حکومت غوښتنې کړې او يا غواړي په ټاکنو کې ګډون وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې اسوشيېټډ پرېس خبري اژانس د دوو طالب سرچينو له قوله، چې د قطر په پايتخت دوحه كې د طالبانو د سياسي دفتر د استازو او د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د تېرې اونۍ د ليدنې له جزياتو خبر دي ليكلي، طالبانو د اوربند د اعلان په اړه د خليلزاد وړانديز رد كړى او د عبدالستار سيرت په مشرۍ د يوه لنډ مهاله حکومت جوړېدل غواړي.
۸۱ كلن سيرت په ۲۰۰۱ ميلادي كال كې د بُن د مذاكراتو په لومړي پړاو كې د موقتې ادارې رياست ته او په ۲۰۰۴م كال كې د افغانستان د جمهوري رياست لومړي پړاو ټاكنو ته كانديد و.
اسوشيېټډ پرېس خبري اژانس وايي، د طالب استازو او خليلزاد د ليدنې په مهال ملا خيرالله خيرخواه او ملا فاضل هم حضور درلود.
خيرخواه د طالبانو د واکمنۍ په وخت د هرات والي‌ او فاضل يو له مهمو پوځي قوماندانانو څخه و.
دوو طالب سرچينو ياد خبري اژانس ته ويلي، د دوى استازو د راتلونكي لمريز كال د وري مياشتې په ۳۱مه نېټه د جمهوري رياست ټاكنو له ترسره كېدو سره مخالفت څرګند كړ. خو طالبانو کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې په رسنيو کې د دغه ډول راپورونو خپرېدل افواهات بللي او داسې څه يې رد کړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA