د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد هيله څرګندوي، چې افغانان د جمهوري رياست تر ټاكنو وړاندې د سولې يوې هوكړې ته ورسېږي.
نوموړي د يكشنبې په ورځ په کابل کې له خبريالانو سره په خبرو کې وويل، له طالبانو سره سولې کولو ته هيله من او محتاطانه خوشبين دى.
د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زياته كړه، د سولې زمينه برابروي او كورني موضوعات دې افغانان په خپله حل كړي.
د خليلزاد په وينا، د سولې لار او نقشه دا ده، چې په افغانستان كې د ټولو خلكو حقونه خوندي او دا هېواد نړيوالې ټولنې ته ګواښ نه وي.
هغه پر افغان حکومت او د افغانستان پر سياستوالو غږ وکړ، چې له طالبانو سره د سولې مذاکراتو لپاره پلاوى وټاکي.
دا په داسې حال كې ده، چې خليلزاد تېره اونۍ په قطر كې له طالب استازو وليدل.
اسوشيېټډ پرېس خبري اژانس د ځينو سرچينو له قوله ليكلي، په دې ليدنه كې د جمهوري رياست ټاكنو پر ځنډېدو، د موقتي حکومت پر جوړښت، د طالب زندانيانو پر ازادېدو، اوربند او د سولې خبرو پر څرنګوالي بحث شوى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


