ads

په فراه كې يو ښوونكی او يو ملكي مامور ترور شوي

وسله والو كسانو په فراه كې يو ښوونكى او د ملكي خدمتونو يو مامور ترور كړي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
27 لړم 1397
په فراه كې يو ښوونكی او يو ملكي مامور ترور شوي

وسله والو كسانو په فراه كې يو ښوونكى او د ملكي خدمتونو يو مامور ترور كړي دي.
د فراه د امنيه قوماندانۍ وياند محب الله محب كليد ته وويل، دا كسان نن سهار د ولايت د مركز په باغِ پُل سيمه كې د دوو ترهګرو په ډزو وژل شوي دي.
د نوموړي په خبره، د پېښې د عاملينو د پېژندلو او نيولو لپاره د پوليسو هڅې روانې دي.

د يادو كسانو د ترور مسووليت تر دا مهاله چا پر غاړه نه دى اخيستى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA