د امريكا د بهرنيو چارو وزارت وايي، د متحدو ايالتونو حكومت تراوسه وروستۍ پايلې ته نه دى رسېدلى، چې د خبريال جمال خاشقجي په وژنه چا لاس درلود.
دا په داسې حال كې ده، چې ځينو رسنيو د امريكا د مركزي استخباراتي ادارې سي آى اې د ارزونې له مخې وويل، دغه قتل د سعودي عربستان د وليعهد محمد بن سلمان په امر شوى دى.
خو د سعودي عربستان حكومت دا ادعا ردوي.
د امريكا د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ په وينا، سي آى اې په دې اړه ورته معلومات وركوي.
خبريال جمال خاشقجي د تېرې اكټوبر مياشتې په دوهمه نېټه د تركيې په استانبول ښار كې سعودي كونسلګرۍ ته لاړ او تر لادركه كېدو وروسته يې وژنه تاييد شوه.
د امريكا د بهرنيو چارو وزارت وياندې هيدر ناورټ ويلي، د حقايقو د لاسته راوړلو لپاره د متحدو ايالتونو هڅې اوس هم روانې دي او ورسره هممهاله د واشنګټن او رياض ستراتېژيكې اړيكې دوام لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


