ads

باکو واشنګټن ته د قره باغ سيمې د مشر د سفر په اړه اعتراض وکړ

اذربايجان واشنګټن ته د غرنۍ قره ‌باغ سيمې د مشر باکيو ساآکيان د سفر په اړه اعتراض وكړ.

نویسنده: ISMAT MAYAR
27 لړم 1397
باکو واشنګټن ته د قره باغ سيمې د مشر د سفر په اړه اعتراض وکړ

اذربايجان واشنګټن ته د غرنۍ قره ‌باغ سيمې د مشر باکيو ساآکيان د سفر په اړه اعتراض وكړ.
د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا چې امريکا قره ‌باغ غرنۍ سيمه په رسميت نه پېژني، نو هلته د دې سيمې د مشر سفر معنا نه لري او نوموړي ته د سپينې ماڼۍ کوربه توب د ډيپلوماټيکو اصولو خلاف عمل دی.
د خبرپاڼې له مخې، همدارنګه د قره باغ ستونزې د حل لپاره د امريکا اقدام هم د منلو نه دی او له اذربايجان سره د دغه هېواد د اړيکو رښتينولي تر پوښتنې لاندې راولي.
په خبرپاڼه كې زياته شوې، واشنګټن ته د ساآکيان سفر د قره باغ شخړې د سوله ييز حل لپاره لا ستونزې جوړوي.
سرچينې ټينګار كړى، چې د واشنګټن له لوري د قره باغ بېلتون غوښتونکې سيمې مشرانو ته د ويزو ورکول جدي پوښتنې را ولاړې کړې دي، ځکه امريکا له دې سيمې پرته د پخواني شوروي اتحاد هېڅ هېواد ته هم ويزه نه ورکوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA