په بلخ ولسوالۍ كې شپږ كلي د وسله والو له شتونه پاك شول

د بلخ امنيتي مسوولين وايي، د دې ولايت په بلخ ولسوالۍ كې د وليد ۲۵ په نوم د امنيتي ځواكونو په عملياتو كې د دولت د وسله والو مخالفينو له شتونه شپږ كلي پاك شوي دي.