306
۲۶ لړم ۱۳۹۷
لیکونکی: حسيب الله نوري

ویده حکومت؛ د ژورو څاه‌ګانو پر کیندلو څار نشته

د اوبو قانون د ۳۸مې مادې پر بنسټ د کرنې، صنعت، سوداګرۍ او څښاک اوبو د ترلاسه کولو په هدف د ژورو څاه‌ګان کیندل باید د اړوندو ادارو له منظورۍ او جواز اخستو وروسته ترسره شي. خو د کلیدګروپ موندنې ښیي چې په کابل ښار کې د ژورو څاه‌ګانو پر کیندلو هېڅ څارنه نشته دی. دغه څاه‌ګانې نه یوازې د هغو شرکتونو له لوري کیندل کېږي چې د اوبو رسولو رسمي جوازونه لري، بلکې هغه شرکتونه هم ژورې څاه‌ګانې کیني چې له جواز پرته د اوبو رسولو خدمتونه وړاندې کوي. شواهد ښيي چې له کانونو وزارت څخه د اوبو او برېښنا وزارت ته د اوبو رسولو خدمتونو د جوازونو پروسې تر لېږد وروسته، دا بهیر له لا زیاتو ستونزو سره مخ شوی دی. د اوبو او برېښنا پخوانی وزیرعلي احمد عثماني وايي چې د دغه وزارت په چوکاټ کې د ژورو څا‌ه‌ګانو د څار اداره شته دی، خو د کلید موندنې ښيي چې په تېرو ۱۷ کلونو کې یوې دولتي ادارې هم د ژورو څاه‌ګانو د کیندلو مخنیوی نه‌دی کړی. موندنې ښيي چې د کابل ښار د اوبورسولو شرکت ۶۰زره کورنیو ته چې کابو یو ملیون تنه کېږي د څښاک اوبه رسوي. د چارواکو په خبره، د یاد شرکت د اوبو رسولو عواید په کلني معیار تر ۲۸۰ملیونه افغانیو اوړي او له دې عوایدو فقط څلور فیصده یې دولت ته د مالیې په توګه ورکوي. د معلوماتو پر بنسټ په کابل ښار کې کابو شپږملیونه تنه ژوند کوي چې له دې ډلې د کابل ښاري اوبورسولو شرکت یوازې یو ملیون تنو ته د اوبو رسولو خدمتونه وړاندې کوي. د دې شرکت عوایدو ته په کتو مسوولين اړ دي چې په یو کال کې ۱۱ملیونه او ۲۰۰زره افغانۍ مالیه ورکړي. خو د کلید موندنې ښیي چې د اوبورسولو له شخصي شرکتونو او استوګنیزو ښارګوټو څخه په ځانګړي ډول د اوبو د مالیې راټولولو له‌پاره هېڅ مشخص مېکانیزم شتون نه لري.

خپلسره کیندنې
د هېواد د اوبو په قانون کې راغلي چې د ژورو څاه‌ګانو له‌پاره باید له اړوندو ادارو څخه جواز واخستل شي، خو د کلیدګروپ موندنې ښیي، په کابل ښار کې ډېری کمپنیو، ښارګوټو او لوړپوړيزو ودانیو د څاه‌ګانو کیندلو له‌پاره جوازونه نه‌دي اخستي او د څاه‌ګانو د کيندلو د کنټرول او څارنې اړوند ادارې هم پرې هېڅ څارنه نه‌لري. د اوبو او برېښنا وزارت پخوانی وزیر علي احمد عثماني وایي چې په دې وزارت کې پر ژورو څاه‌ګانو د څار اداره شتون لري: « دا اداره پر ژورو څاه‌ګانو څارنه کوي، خو له هغه وروسته چې له کانونو وزارت څخه د جواز صادرېدل اوبو او بریښنا وزارت ته انتقال شوي، په دې برخه کې یو لړ ستونزې رامنځ ته شوې دي.»
د ژورو څاه‌ګانو د کیندونکو کمپنیو مسوولین وایي، د دوی پر کارونو هېڅ کومه حکومتي اداره څار نه‌لري او دوی د خپلو مشتریانو د غوښتنو له مخې ژورې څاه‌ګانې وهي. د کابل ښار په لاهوري دروازه کې د ژورو څاه‌ګانو د کیندونکې کمپنۍ مسوول (مستعار نوم) عبدالله وایي، د دوی پر کارونو د دولتي ادارو له لوري څارنه نشته: «زموږ کارونه هیڅ وخت د حکومتي ادارو له لوري نه دي درول شوي، موږ د خپلو مشتريانو په خوښه کار کوو.» د نوموړي په خبره، دا مهال په کابل ښار کې تر بل هر وخت د ژورو څاه‌ګانو د کیندلو له‌پاره غوښتنې زیاتې شوې دي.
په ورته وخت کې د پکتیا موج په نوم د اوبورسولو شرکت مسوولین وایي، هېڅ کومې حکومتي ادارې د څاه‌ګانو د کیندلو پر مهال د دوی پر کارونو څارنه نه‌ده کړې او دوی د اوبورسونې شرکت د جواز پر بنسټ د کابل ښار په مختلفو برخو کې ۹ژورې څاه‌ګانې کیندلې دي: «موږ جواز لرو او تر دې مهال د څاه‌ګانو د ژوروالي په اړه کومې دولتي ادارې پوښتنه نه‌ده کړې.»
ځینې کارپوهان د خپلسره ژورو څاه‌ګانو کیندل د کابل له‌پاره خطرناک کار بولي. د چاپېریال ساتنې او اوبو مدیریت څانګې انجنیر محمد عثمان عمري وایي چې د هېڅ حکومتي ادارې له لوري د څاه‌ګانو د ژورتیا په اړه حد او اندازه نه‌ده ټاکل شوې: « خلک نه‌پوهېږي چې د څښاک اوبو څاه‌ګانې څومره ژورولی شي.»

مالیه
د ژورو څاه‌ګانو د خپلسره کیندنې ترڅنګ بله مهمه مسئله د اوبو رسولو شرکتونو له لوري د مالیاتو ورکړه ده. جالبه دا ده چې د ماليې وزارت له لوري د اوبو رسولو شرکتونو له‌پاره د مالیې راټولولو په هدف کوم مشخص میکانیزم نه‌دی ځانګړی شوی، بلکې دا وزارت د اوبو رسولو شرکتونو د عوایدو له مخې د کال په څلورو ربعو کې خپله مالیه راټولوي. موږ ډېر کوښښ وکړ چې د مالیې وزارت د منځنيو ماليه ورکوونکو رياست له مسوولينو سره په دې اړه مرکه وکړو، خو د دې رياست مسوولينو له مرکې ډډه وکړه او فقط دومره یې وویل چې دوی له دې کمپینو څخه د ټولو تولیدي سرچینو عواید په ټوليز ډول راغونډوي؛ نو ځکه په مشخصه توګه د اوبو عوایدو په اړه دقیق معلومات نه‌شي ورکولای. د وزارت ویاند شمروزخان مسجدي وویل:«موږ په کلنۍ کچه د شرکتونو عوایدو ته په کتو، مالیه را ټولوو.»
په ورته وخت کې د پکتیا موج په نوم شرکت یو مسوول انجنیر ولي‌الله هم وایي چې دوی هر کال په څلورو ربعو کې د خپل شرکت د ټولو عوایدو راپور(چې د شرکت ټول تولیدات او د نورو وسایلو فروشات په کې شامل وي) دولت ته ورکوي او د خپلو عوایدو مطابق مالیه پرې کوي. د کابل ښار د اریا ښارګوټي مسوولین هم وایي، دوی د خپلو ټولو عوایدو حساب یو ځای دولت ته ورکوي چې په دې کې د اوبورسولو مالیه هم شامله ده: «په څلورو ربعو کې مالیه ورکوو، خو دا چې په کلنۍ کچه دا مالیه څومره کېږي معلومات نشته.» د معلوماتو له مخې په اریا ښارګوټي په ۴۳بلاکونو کې چې ۲۴۰۰اپارتمانونه کېږي پر هرې کورنۍ یو متر مکعب اوبه په ۲۳افغانۍ پلورل کېږي.

لوړې بیې
د پورتنیو مواردو ترڅنګ د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د یو متر مکعب اوبو د پلور بیې هم توپیر کوي. شواهد ښيي چې د ښاري اوبو رسولو او کانالیزاسیون شرکت له لوري یو متر مکعب اوبه په عامو خلکو په ۲۵افغانۍ او په سوداګریزو سیمو کې بيا په ۳۵ افغانۍ پلورل کېږي. همدارنګه په اريا ښارګوټي کې د یو متر مکعب اوبو بیه ۲۳ افغانۍ، په واصل‌اباد کې ۸۰افغانۍ او په کارته نو کې بیا د یوه متر مکعب اوبو بیه ۶۰ افغانۍ ده.
د کارته نو او واصل‌اباد اوسیدونکي شکایت لري چې د دوی په سیمو کې د اوبو بیې تر نورو سیمې لوړې دي. د کارته نو اوسېدونکی سید حبیب الماس وايي: «د اوبو رسولو دولتي شرکت یو متر مکعب اوبه په ۲۵ افغانۍ پلوري، خو موږ ته دلته شخصي کمپنۍ په ۶۰ افغانۍ اوبه راکوي.» خو په کارته نو کې د موج پکتیا شرکت مسوولین بیا وایي، د دوی نرخونه ځکه له دولتي شبکو سره توپیر کوي چې دوی برېښنا په لوړه بیه پېري: «برېښنا شرکت موږ ته په سوداګریزه بیه برېښنا راکوي او له همدې کبله زموږ بيې لوړې دي.» د موج پکتیا اوبو رسولو شرکت مسوولین وایي، دغه شرکت ۱۳زره کورنیو ته د نلونو له لارې اوبه رسوي. موج پکتیا شرکت په روان ۱۳۹۷لمریز کال کې فعالیت پیل کړی او وايي ۱۸زره کورنیو ته د څښاک اوبو رسولو ظرفیت لري.
د واصل‌اباد اوسېدونکي هم د اوبو له لوړو بیو شکایت کوي. د دغې سیمې یو اوسېدونکی وايي: « په موږ باندې یو مترمکعب اوبه په ۸۰ افغانیو حسابوي، حکومت چېرته دی چې دا بیې کنټرول کړي.»
د کابل ښار د اوبو رسولو ریاست مسوولینو په خبره، دوی ته یو مترمکعب اوبه په (۲۳.۷۵) افغانۍ تمامېږي چې د دغه ریاست د مصارفو ډېره کمه برخه جوړوي. خو چارواکي وایي، په افغانستان کې ازاد بازار سبب شوی چې نرخونه له کنټرول څخه ووځي او سوداګر د خپلې خوښې نرخونه وټاکي.

وچې څاه‌ګانې
د ښاري اوبو رسولو او کانالېزاسیون شرکت مسوولین وایي چې دا ریاست د افشارو په پروژه کې ۱۰‌ژورې څاه‌ګانې لري، خو تر ځمکې لاندې اوبو د سطحې په ټېټېډو سره یې ۷ وچې دي. د دغه شرکت د کابل زون د اوبو رسولو رییس انجنیر سردارولي ملکزی وایي: « د دغو څاه‌ګانو د فعالولو له‌پاره له یوې موسسې سره خبرې شوې او هیله ده چې بېرته فعاله شي.» د کابل زون د اوبو رسولو رییس وايي، که چېرې د موسسې ملاتړ له لاسه ورکړي، نو راتلونکی کابل به له مالیې وزارت څخه بودجه وغواړي: « اوس هبیتات ژمنه کړ، که له ژمنې واوښت، بیا به له مالیې وزارت څخه بودجه وغواړو او تر ۱۵۰مترو به یې ژورې کړو.» ملکزی وايي چې په کابل ښار کې ټولې اوبه له ځمکې راایستل کېږي او ظالمانه استفاده ترې روانه ده: « که دا وضعیت دوام وکړي کابل ښاریان به له لوی ناورین سره مخ شي.» د نوموړي په خبره اړوندې ادارې په تېره بیا د اوبو او برېښنا وزارت باید دغې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي: « تر ځمکې لاندې اوبو مدیریت د برېښنا وزارت کار دی.»
زموږ خبریالانو ډېره هڅه وکړه چې د اوبو او برېښنا وزارت مسوولینو نظر هم واخلي، خو ونه‌توانېدل. په لومړي سر کې د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست له کلید سره ژمنه وکړه چې مرکه به وکړي، خو تر درېیو اوونیو پورې یې په خپله ژمنه عمل ونه‌کړ. بیا یې د وزارت اړوند د اوبو مرستیال ته سپارښتنه وکړه چې په دې اړوند مرکه وکړي، خو هغه هم یوه اوونۍ په نن او سبا تېره کړه او بالاخره مرکې ته حاضر نه‌شو.
په دې پسې مو د اوبو او برېښنا وزارت پخواني وزیرعلي احمد عثماني ته مراجعه وکړه. نوموړي وویل چې د ملي یووالي حکومت د اوبو مدیریت له‌پاره انکشافي پلانونه نه لري او په غیرمسلکي توګه ښار پراخوي: «هغه وخت چې زه د وزارت په مشرتابه کې وم، ما په دې اړه خپل غږ پورته کړ او دوی ته مې وویل چې په دغه ډول د ښار پراختیا په کابل ښار کې د لوی ناورین د رامنځ ته کېدو سبب کېږي.»
د معلوماتو له مخې کابل ښار د اوبو رسولو شرکت درې تولیدي شبکې د ښار په مختلفو برخ کې دي. د لوګر، علاوالدین او افشارو په تولیدي پروژو کې دم‌ګړۍ ۵۶ژورې څاه‌ګانې فعالې دي.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *