د خوراك نړيوال پروګرام يا WFP وايي، له وچكالۍ اغېزمن شوي شاوخوا درې ميليونه او ۵۰۰ زره افغانان د خوراكي توكو بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.
د دې پروګرام وياند هيرف ورسيل پرون د سويس په جينوا ښار كې يوې خبري غونډې ته وويل، د افغانستان ۲۰ ولايتونه، چې ډېرى يې د دغه هېواد شمال لوېديځ ولايتونه دي، له وچكالۍ اغېزمن شوي.
نوموړي زياته كړه، د وچكالۍ له كبله له ۲۰۰ زرو زيات افغانان بېځايه شوي دي.
د ورسيل په وينا، د خوراك نړيوال پروګرام د راتلونكي ميلادي كال تر مې مياشتې اړو كورنيو ته د خوراكي توكو د برابرولو لپاره ۸۳ اعشاريه شپږ ميليون ډالرو ته اړتيا لري.
د WFP وياند وايي، د افغانستان په اړه د جنيوا په كنفرانس كې به، چې د روانې ميلادي مياشتې په وروستۍ اونۍ كې جوړېږي، غذايي مصئونيت له بحث وړ مسايلو څخه وي.
پېښو ته د رسېدنې په برخه كې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې، شاوخوا يو ميليون كسانو ته يې خوراكي توكي وېشلي او په پام كې لري، چې ۴۰۰ زرو نورو كسانو ته هم خوراكي توكي برابر كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


