د پوهنې وزارت د قراردادي ښځينه ښوونكو شمېر ۳۰ زره تنو ته لوړوي

د پوهنې وزارت د ۱۳۹۶يم لمريز كال له پيله تر دې مهاله له پنځو زرو زياتې ښوونكې په قراردادي بستونو كې استخدام كړې دي.
د دغه وزارت ويانده نوريه نزهت نجرابي وايي، د پوهنې وزارت د پوهنې په برخه كې د ښځو د حضور زياتېدو په هدف تېر كال ۲۶۷۴ او سږ كال ۲۳۲۶ قراردادي ښوونكې په دندو ګومارلې دي.