د پوهنې وزارت د ۱۳۹۶يم لمريز كال له پيله تر دې مهاله له پنځو زرو زياتې ښوونكې په قراردادي بستونو كې استخدام كړې دي.
د دغه وزارت ويانده نوريه نزهت نجرابي وايي، د پوهنې وزارت د پوهنې په برخه كې د ښځو د حضور زياتېدو په هدف تېر كال ۲۶۷۴ او سږ كال ۲۳۲۶ قراردادي ښوونكې په دندو ګومارلې دي.
هغې نن په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل، د پوهنې وزارت په پام كې لري، چې د خپل ستراتېژيك پلان په چوكاټ كې دا شمېر تر ۱۴۰۰ لمريز كاله ۳۰ زره ښځينه ښوونكو ته لوړ كړي.
نجرابي زياته كړه، دا ښوونكې د هېواد د ټولو ولايتونو په هغو سيمو كې، چې هلته ښوونكو په ځانګړې توګه ښځينه ښوونكو ته لاسرسى كم دى، استخدامېږي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې يونيسف د معلوماتو له مخې، اوس مهال په افغانستان كې ۱۱ ميليونه كسان سواد نه لري، چې ډېرى يې ښځې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


