په كابل پوهنتون كې د محصلينو ترمنځ د پنجشنبې ورځې د نښتې له كبله، چې په ترڅ كې يې يو تن ووژل شو او څو تنه نور ټپيان شول، د دې پوهنتون مركزي ليليه وتړل شوه.
كابل پوهنتون د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د دغه پوهنتون د رئيس حميدالله فاروقي په مشرۍ د پوهنتون د رهبرۍ شورا فوق العاده غونډه د جمعې په ورځ جوړه شوه، چې په كې پرېكړه وشوه، چې تر بلې پرېكړې دې ياده ليليه تړلې وي.
د كابل پوهنتون رهبرۍ د محصلينو ترمنځ د پنجشنبې ورځې د نښتې له كبله بښنه غوښتې او د پوهنتون د مالي او اداري چارو له معاونيته يې غوښتي، چې په پېښه كې نور ښكېل كسان هم پيدا كړي.
په همدې حال كې ياد معاونيت ته لارښوونه شوې، چې په ليليه كې اوسېدونكو محصلينو ته د بدل اعاشې د وركولو د څرنګوالي په تړاو د لوړو زده كړو له وزارت سره په همغږۍ د ستونزې د حل لپاره بېړنى او جدي اقدام وكړي.
بل پلو په غونډه كې د كابل پوهنتون د محصلينو چارو معاونيت ته لارښوونه شوې، چې د خزاني سمسټر د وروستيو ازموينو مهالوېش اعلان او د روانې اونۍ له چهارشنبې ورځې ازموينې پيل كړي.
د كابل پوهنتون د رهبرۍ شورا د معلوماتو پر بنسټ، د دې پوهنتون محصلين به د ازموينو لپاره د چمتووالي په هدف د روانې اونۍ له شنبې تر دوشنبې ورځې رخصت وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


