ads

د سيد جمال الدين افغان دارالمعلمين استادانو او محصلينو لاريون وكړ

د سيد جمال الدين افغان دارالمعلمين استادانو او محصلينو د خپل تحصن په دوام نن د لاريون په ترسره كولو سره د لوړو زده كړو وزارت مخې ته له حكومته وغوښتل، چې دا اداره لوړو زده كړو ته لوړه كړي، كنه اعتراضونه به يې د ارګ شاوخوا ته وغځېږي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
26 لړم 1397
د سيد جمال الدين افغان دارالمعلمين استادانو او محصلينو لاريون وكړ

د سيد جمال الدين افغان دارالمعلمين استادانو او محصلينو د خپل تحصن په دوام نن د لاريون په ترسره كولو سره د لوړو زده كړو وزارت مخې ته له حكومته وغوښتل، چې دا اداره لوړو زده كړو ته لوړه كړي، كنه اعتراضونه به يې د ارګ شاوخوا ته وغځېږي.
له تېرو شاوخوا شپږ نيمو مياشتو راهيسې د دوى تحصن دوام لري.
دوى پوهنتون ته د دارالمعلمين د ارتقا غوښتنه كوي.
د سيد جمال الدين افغان دارالمعلمين استادانو او محصلينو د يوه پرېكړه ليك په خپرولو سره يو ځل بيا د خپلې غوښتنې پر منلو ټينګار وكړ.
ياد تحصن هغه مهال پيل شو، چې جمهور رئيس محمد اشرف غني په يوه فرمان كې وويل، وروسته له دې د څوارلسم ټولګي فارغان نه شي كولى په كابل كې د ښوونكي په توګه دنده ترسره كړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA