په زرمت كې ۱۵ وسله وال وژل شوي

د پكتيا په زرمت ولسوالۍ كې د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواكونو په دوو هوايي بريدونو كې ۱۵ وسله وال وژل شوي دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د رسنيو دفتر نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، چې دا بريدونه تېره شپه د زرمت ولسوالۍ په سهاكو سيمه كې شوي دي.