په اچين کې د ځينو قوماندانانو په ګډون ۲۰ داعشيان وژل شوي

د ننګرهار د اچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړې قطعې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې ۲۰ داعش وسله وال وژل شوي او د هغوى پنځه مرکزونه له منځه وړل شوي دي.