امنيتي مسوولين وايي، د كابل پوهنتون د محصلينو ترمنځ د پرونۍ نښتې په تړاو د دواړو لورو شاوخوا ۳۵ كسان نيول شوي دي.
د كابل امنيه قوماندانۍ وياند بصير مجاهد نن كليد ته وويل، په دې نښته كې يو تن وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
ده په نښته كې د بيروني كسانو د احتمالي لاس لرلو خبره وكړه، خو په وينا يې، تراوسه د پېښې په اړه د پوليسو څېړنې بشپړې شوې نه دي.
د كابل پوهنتون رياست او د لوړو زده كړو وزارت د جلا خبرپاڼو په خپرولو سره دا پېښه غندلې او ويلي يې دي، چې له عاملينو سره به يې قانوني چلند وشي.
د پنجشنبې په ورځ د غرمې ډوډۍ د نوبت پر سر د دوو محصلينو ترمنځ نښته وشوه، چې وروسته د دواړو خواوو د کسانو له لوري په تاوتريخوالي واوښته.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


