ads

خليلزاد له طالب استازو سره د خپلو خبرو پايلو ته خوشبين دى

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تېره ورځ د قطر په پايتخت دوحه کې د طالبانو له استازو سره وليدل.
دا له کله نه، چې نوموړي نوې دنده پيل کړې، له طالبانو سره يې دوهمه کتنه وه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
25 لړم 1397
خليلزاد له طالب استازو سره د خپلو خبرو پايلو ته خوشبين دى

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تېره ورځ د قطر په پايتخت دوحه کې د طالبانو له استازو سره وليدل.
دا له کله نه، چې نوموړي نوې دنده پيل کړې، له طالبانو سره يې دوهمه کتنه وه.
خليلزاد تر دې مخکې په کابل کې د ملي يووالي حكومت له مشرانو، يو شمېر نورو چارواكو او سياسي څېرو وکتل.
ده له طالب استازو سره د سولې او د جګړې د پاى ته رسېدو پر لارو چارو له خبرو وروسته وويل، چې د خپلو مذاكراتو پايلو ته خوشبين دى.
خليلزاد وړمه ورځ په ابوظبي کې د افغانستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له استازو سره وليدل.
ټاکل شوې هغه سبا بېرته کابل ته راشي او د خپلو خبرو پر پايلو له افغان چارواکو سره وغږېږي.
په پام كې وه، چې نوموړى پاکستان ته هم لاړ شي، خو پاکستاني رسنۍ وايي، دا ځل د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي د اسلام اباد سفر لغوه کړى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA