جمهور رئيس غني: د سولې په اړه به هر ګام په مشورې اخيستل كېږي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، حکومت د خلکو د اجماع له مخې کار کوي او د سولې په اړه، چې هر ګام اخيستل کېږي، د مشورې پر بنسټ به وي.
نوموړي دا څرګندونې پرون ماسپښين په ارګ كې د افغانستان د اسلامي جمعيت د انسجام شورا له غړو سره د ليدنې په مهال وكړې.