ads

جمهور رئيس غني: د سولې په اړه به هر ګام په مشورې اخيستل كېږي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، حکومت د خلکو د اجماع له مخې کار کوي او د سولې په اړه، چې هر ګام اخيستل کېږي، د مشورې پر بنسټ به وي.
نوموړي دا څرګندونې پرون ماسپښين په ارګ كې د افغانستان د اسلامي جمعيت د انسجام شورا له غړو سره د ليدنې په مهال وكړې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
25 لړم 1397
جمهور رئيس غني: د سولې په اړه به هر ګام په مشورې اخيستل كېږي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، حکومت د خلکو د اجماع له مخې کار کوي او د سولې په اړه، چې هر ګام اخيستل کېږي، د مشورې پر بنسټ به وي.
نوموړي دا څرګندونې پرون ماسپښين په ارګ كې د افغانستان د اسلامي جمعيت د انسجام شورا له غړو سره د ليدنې په مهال وكړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، د هېواد له بېلابېلو اقشارو سره د مشورو لړۍ دوام لري او کله چې دا لړۍ منسجمه شوه، پايلې به يې له ټولو سره شريکې شي.
په دې کتنه کې د سولې عالي شورا د فعاليتونو، نوو شرايطو ته په پام د مذاکره کوونکي پلاوي د جوړښت، د سولې مشورتي بورډ د ايجاد په هدف، چې د سياسي ګوندونو، مدني ټولنې او د هېواد د ټولو ولايتونو د استازو په مشوره جوړېږي او د مذاکراتو د پيلولو په صورت کې د بېلابېلو کمېټو د تشکيل په اړه خبرې وشوې.
څو تنه د افغانستان د اسلامي جمعيت د انسجام شورا په استازيتوب وغږېدل او ويې ويل، د سولې عالي شورا او فعالو سياسي جريانونو له ظرفيتونو دې استفاده وشي.
دوى د سولې په پروسه کې د ټولو اړخونو پر ګډون د ټينګار ترڅنګ زياته كړه، د سولې د مشورتي بورډ جوړښت بايد پراخ وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA