د افغانستان لويه څارنوالي وايي، حکومت بايد په متواتر ډول د زندانونو وضعيت وڅاري ځکه په دغه زندانونو کې اوسني وضعيت د جدي اندېښنې وړ دی.
د افغانستان لوي څارنوال وايي، چې په محابسو کې د سمو خوړو په شمول، د صحي او اموزشي خدماتو نشتوالی او د زندانيانو لپاره پر وخت د رخصتۍ نه ورکول، داسې نور هغه موارد دي، چې په زندانونو کې ترې شکايتونه زيات دي.
په همدې حال کې د حکومت اجراييه رييس وايي، چې د وړانديز پراساس په زندانونو کې د اصلاحاتو لپاره قانوني اقدامات کيږي. د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک بيا وايي، دا مهال د افغانستان په زندانونو کې ۳۶ زره او ۴۶ تنه بنديان دي، چې د اته زره او ۷ سوه پوليسو له لوري ترې ساتنه کيږي او هغه ستونزې، چې په دې برخه کې موجودې دي د حل لپاره يې د وزيرانو شورا بايد ځانګړې بوديجه په پام کې ونيسي.


