ads

يوازې په تېرو څلورو کلونو کې ۲۸ زره افغان سرتېري وژل شوي

جمهور رييس غني د لومړي ځل لپاره په جګړو کې د وژل شوو افغان سرتېرو شمېر په ډاګه کړ.

نویسنده: ISMAT MAYAR
23 لړم 1397
يوازې په تېرو څلورو کلونو کې ۲۸ زره افغان سرتېري وژل شوي

جمهور رييس غني د لومړي ځل لپاره په جګړو کې د وژل شوو افغان سرتېرو شمېر په ډاګه کړ.
د نوموړي په خبره، له ۲۰۱۵ کال راهيسې په جګړو کې شاوخوا ۲۸زره افغان سرتېري وژل شوي دي.
که څه هم د ملي دفاع وزارت تېر کال د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په تړاو د شمېرو پر خپرولو بنديز ولګاوه، خو اوس جمهور رييس غني وايي له ۲۰۱۵ کال راهيسې څه باندې ۲۸۵۲۹ امنيتي او دفاعي ځواکونه وژل شوي دي.
جمهور رييس غني دا خبرې په واشنګټن کې د جان هاپکېنز پوهنتون د محصلينو يوې غونډې ته د ويډيو کنفرانس له لارې وکړې.
دا يوازې د وژل شوو افغان سرتېرو شمېر او دا لا نه ده په ډاګه شوې چې په تېرو څه کمو څلورو کلونو کې څومره افغان سرتېري ټپيان شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA