ads

قيومي: افغانستان د اوکراين د ستونزې قرباني شو

د ماليې سرپرست وزير وايي، له تېرو درېيو کلونو راهيسې افغانستان د اوکراين د ستونزې قرباني شوی او روسيې په سيمه کې منفي رول لوبول غوره کړي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
23 لړم 1397
قيومي: افغانستان د اوکراين د ستونزې قرباني شو

د ماليې سرپرست وزير وايي، له تېرو درېيو کلونو راهيسې افغانستان د اوکراين د ستونزې قرباني شوی او روسيې په سيمه کې منفي رول لوبول غوره کړي دي.
د ماليې سرپرست وزير ډاکټر همايون قيومي پرون په واشنګټن کې د افغانستان په سفارت کې له څو محدودو نړيوالو رسنيو سره خبرې وکړې.
هغه په دې نور جزيات ور نه کړل چې څه ډول افغانستان د اوکراين د ستونزې قرباني شو، خو ښايي اشاره يې دې ته وه، چې نړيواله ټولنه له اوکراين د روسيې پر وړاندې ملاتړ کوي.
او روسيه غواړي طالبان د افغان حکومت او نړيوال ټولنې پر وړاندې تجهيز کړي او ملاتړ يې وکړي.
د ماليې سرپرست وزير او د جمهور رئيس اشرف غني اقتصادي سلاکار وويل، دا څرګنده ده چې د افغانستان سره به مالي مرستې کمېږي، خو هغه بوديجوي پلان چې افغان دولت جوړ کړی، ډاډه دي چې د مرسته کوونکو هېوادونو لخوا به ومنل شي.
د قيومي په خبره، دا مالي مرسته به ځکه د مرستندويانو له لوري ومنل شي چې افغان دولت خپله بوديجه په داسې کورنيو سرچينو لګوي چې عوايد ترې ترلاسه کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA