د ملي يووالي حكومت وايي، د جمهوري رياست ټاكنې به په خپل وخت ترسره او وبه نه ځنډول شي.
د ملي يووالي حكومت اجرايه رييس عبدالله عبدالله پرون په افغانستان کې د امريکا له سفير جان بس سره په ليدنه کې په دې ټکي ټينګار کړی دی.
د نوموړي په خبره، د جمهوري رياست ټاکنې به د راتلونکي لمريز کال د وري په ۳۱مه نېټه ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې يو شمېر لوديځې رسنۍ وايي، ښايي د افغانستان د جمهوري رياست ټاکنې له طالبانو سره د خبرو تر بريالي کېدو پورې وځنډېږي.
له بل لوري جمهوري رياست هم ټينګار کړی، چې حکومت د اساسي قانون پر بنسټ او د ټاكنو خپلواك كمېسيون لخوا د اعلان شوې نېټې له مخې په خپل وخت د جمهوري رياست ټاكنو ترسره کېدو ته ژمن دى.
دا څرګندونې په داسې حال كېږي، چې والسټريټ ژورنال ورځپاڼې د امريکايي چارواكو له قوله ويلي، د امريکا حکومت پر دې غور کوي، چې د سولې د روانو هڅو د برياليتوب لپاره له افغان حکومته د جمهوري رياست ټاكنو د ځنډېدو غوښتنه وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د ټاكنو خپلواك كمېسيون د جمهوري رياست ټاكنو د ترسره كېدو لپاره د راتلونكي لمريز كال د وري مياشتې ۳۱مه نېټه ټاكلې ده.


