د سولې عالي شورا د پاكستان له زندانونو د طالب مشرانو د خوشې كېدو هركلى وكړ.
د دغې شورا مرستيال عبدالخبير اوچقون نن په يوه خبري غونډه كې وويل، كه هغوى د افغانستان د سولې په پروسه كې صادقانه همكاري وكړي، نو ګټور به واقع شي.
د نوموړي په خبره، د پاكستان له زندانونو خوشې شوو طالب مشرانو پخوا د سولې مذاكراتو ته لېوالتيا لرله.
بلخوا اوچقون د سيمې يو شمېر هېوادونو ته د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد بياځلي سفر په هېواد كې د سولې او ثبات د ټينګښت په برخه كې د واشنګټن د غوڅ تصميم ښكارندوى وباله.
ده زياته كړه، سيمې ته د خليلزاد د مخكېني سفر پايلو وښوده، چې دى كولى شي د سولې پروسې په ګړندي كولو كې همكاري وكړي او د سولې د بين الافغاني مذاكراتو زمينه برابره كړي.
بايد وويل شي، چې پاكستان پرون له خپل يوه زندانه د طالبانو د ډلې دوه نور غړي هم، چې عبدالصمد ثاني او صلاح الدين نومېږي، خوشې كړل.
تر دې وړاندې هم ياد هېواد د طالبانو د پخواني مشر د مرستيال ملا عبدالغني برادر په ګډون يو شمېر طالب چارواكي خوشې كړي وو.