د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې په يوه سراچه ډوله موټر پورې د نښلول شوي ماين چاودنې ۱۱ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، دا چاودنه نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې او ۳۰ دقيقې د غني خېلو ولسوالۍ په شېرګړ بازار سيمه کې شوې ده.
هغه زياته كړه، په پېښه كې يو كس وژل شوى او ۱۰ نور ټپيان دي.
د خوږياڼي په وينا، د پېښې په اړه څېړنې روانې دي
د چاودنې مسووليت تر دې دمه چا نه دى منلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


